Share this link via
Personality Websites!
479312
9513
ښائي خو پۀ دې تَله باندې مونږه غر نشو تَلَلے، که غټ شان کاڼے پۀ دې وړه شان تَله باندې کېږدو نو تَله به ماته شي۔ داسې د دِين مثال هم د غر پۀ شان دے، د عقل مثال د دغه وړې شان تَلې پۀ شان دے۔ مونږه دِيني احکام او مسئلې پۀ خپل عقل باندې نشو تَلَلے، که د وَحي پۀ دائره کښې عقل استعمال کړو نو بے لارې به شو۔ لهذا چې د دِيني احکامو او مسئلو پۀ کومو حِکمتونو باندې پوهېږو نو پۀ هغې باندې د الله پاک شُکر ادا کړو! که نۀ پرې پوهېږو نو دا اومنو چې زمونږه پوهه کمه ده، د الله او رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشادات زمونږه د پوهې نه ډېر اوچت دي۔ ([1])
گزر جا عقل سے آگے کہ یہ نور چراغِ راہ ہے منزل نہیں ہے
وضاحت: کله چې د دِين او د شريعت خبره راشي نو د عقل نۀ بلکې د دِين خبره به منل وي چې د الله پاک دا تحفه منزل ته د رسېدو د پاره يوه آله ده نۀ چې منزل، منزل خو د الله پاک او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خبرې پۀ منلو پۀ اخرت کښې کاميابي ده۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * عقل مند کېدل * د الله پاک پۀ قدرت او دِيني معاملو کښې غور او فِکر کول، ښه خبره ده، اِسلام د دې اهميت بيانوي هم، البته داسې عقل * کوم چې د الله پاک او د هغه د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د فرمان خِلاف وي * د کوم پۀ وجه چې اِنسان د دِينِ اِسلام پۀ حُکمونو باندې اِعتراضونه کوي * د شريعت د حُکمونو پۀ مقابله کښې خپل عقل اِستعمال کړي، داسې عقل، عقل مندي نۀ بلکې عقل پرستي ده۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami