Share this link via
Personality Websites!
479310
9513
حکم پۀ چپه خُله او بغېر د ليدلو نه مني او څوک چې د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حکم پۀ مقابله کښې د خپل عقل نه کار اخلي۔ ځکه د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ فرمان باندې د زړۀ د اِخلاصه يقين ساتئ! که پۀ يوه خبره باندې مونږه پوهېږو نو مونږ له د الله پاک شُکر ادا کول پکار دي، که مونږ پرې نۀ پوهېږو نو زمونږه پوهه کمه ده، د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان زمونږ د عقل نه ډېر لوئي دے، هغه اومنئ!
نن سبا چې چرته ډېرې زياتې فتنې خورېږي، پۀ هغې کښې يوه فتنه ريشنل اِزم (Rationalism يعنې د عقل پرستۍ) فتنه هم ده۔ هسې خو دا ډېره پخوانۍ فلسفه ده۔ کېدے شي چې ډېر خلق د دې فلسفې نه خبر نۀ وي خو اوس د دې اثرات ډېر عام کېږي روان دي، چا ته چې ګورې نو د خپل عقل خبره کوي، د دِيني احکامو پۀ مقابله کښې د خپلې پوهې خبره کېږي * څوک د سُود پۀ حرامېدو نۀ پوهېږي * څوک وائي چې اِسلام د پردې حُکم ولې اوکړو؟ * څوک وائي چې پۀ وراثت کښې د زنانه نيمه حصه ولې ده؟ * بعضې نادانه زنانه ګيله کوي چې نارينؤ ته حاکميت ولې ورکړے شوے دے؟ * نارينه ته چې د څلورو ودونو کولو اجازت دے نو زنانه ته ولې نشته؟ * پۀ زنانؤ باندې اِسلام بندېزونه ولې لګولي دي؟ وغېره وغېره ډېرې دِيني مسئلې دي، پۀ کومو باندې چې خلق نۀ پوهېږي، چې کله پرې پوهه شي نو پۀ هغې باندې عمل نۀ کوي بلکې بعضې نادانه خو ضِد او انا شروع کړي، د دې نه د اِنکار طرف ته هم ځي۔ الله پاک دې مونږه د داسې نادانۍ نه محفوظ کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami