Share this link via
Personality Websites!
479309
9513
ته چې د يو نبي عَلَیْهِ السَّلَام هم تبليغ نه وي رسېدلے۔ ([1]) لکه څنګه چې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام اسمان ته د تشريف وړلو نه پس د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تشريف راوړو نه لګ مخکښې زمانې ته زمانه فترت وئيلے کېږي او د دې زمانې خلقو ته اصحابِ فترت وئيلے کېږي۔ ([2]) د قيامت پۀ ورځ باندې به د دوئي حشر څنګه وي؟ آيا دوئي به جنَّت ته ځي که د دوزخ حق دار به جوړېږي، پۀ دې باره کښې پۀ روايتونو کښې دي: د قيامت پۀ ورځ باندې به دا خلق راجمع کړے شي، الله پاک به فرمائي: تاسو ټول دوزخ ته لاړ شئ۔۔۔!!
دا حکم چې واوري نو دوئي به دوه ډلې شي، يوه ډله چې څنګه حکم واوري نو د دوزخ طرف ته به منډې کړي، دوېمه ډله به د عقل نه کار واخلي او وه به وائي: اے الله پاکه! مونږ پۀ کوم جرم کښې دوزخ ته لاړ شو، مونږ ته خو ستا دِين هډو رارسېدلے نۀ دے۔
بيا به هٰغه خلق کومو چې د حُکم اورېدو سره د دوزخ طرف ته منډې کړې وې، هغوئي به واپس راوغوښتلے شي، وه به وئيلے شي: لکه څنګه چې نن تاسو حکم اومنو، که داسې پۀ دُنيا کښې تاسو ته دِين در رسېدلو نو تاسو به منلو۔ ځکه تاسو د جنَّت حق دار يئ۔ نور خلق کوم چې به د الله پاک د حکم پۀ مقابله کښې د خپل عقل نه کار اخلي، هغوئي ته به وفرمائيلے شي: تاسو چې څنګه نن حکم وه نۀ منلو، دُنيا کښې که دِين در رسېدلو نو تاسو به بيا هم نۀ منلو، ځکه تاسو د دوزخ حق دار يئ۔ ([3])
معلومه شوه چې اصلي امتحان هم دا دے چې څوک د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami