Share this link via
Personality Websites!
479307
9513
شات وخوره! واپس لاړو، بيا يـې پرې شات وخوړل۔ مسئله نوره هم زياته شوه۔ پۀ درېم ځل حاضر شو، خواست يـې اوکړو، بيا هم دغه ارشاد وشو، واپس لاړو، نور شات يـې پرې وخوړل۔ مسئله نوره هم زياته شوه۔ پۀ څلورم ځل حاضر شو، خواست يـې اوکړو، وه يـې فرمائيل: الله پاک رښتونے دے، ستا د ورور خِېټه دروغژنه ده (يعنې ما ته ستا د ورور د بيمارۍ پۀ باره کښې الله پاک دا فرمائيلي دي چې د هغه عِلاج پۀ شاتو کښې دے، که پۀ شاتو خوړلو باندې بيماري نۀ ښه کېږي نو بيا هم د الله پاک فرمان رښتونے دے، قصور ستا د ورور د خِېټې دے)، دا ځل بيا لاړ شه! پۀ هغه باندې شات وخوره! دا ځل چې هٰغه صحابي واپس لاړو، شات يـې پرې وخوړل نو د هغه ارام نصيب شو۔ ([1])
اوس دلته وګورئ چې يو خو د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بے مثله او بے مثاله اِيمان دے چې الله پاک د وحي وغېره پۀ ذريعه باندې دا فرمائيلي چې د دې بيمارۍ علاج به پۀ شاتو باندې کېږي خو درې ځل د شاتو خوړلو باوجود عِلاج وه نۀ شو، محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ دې باندې څۀ وفرمائيل: الله پاک رښتونے دے، ستا د ورور خِېټه دروغژنه ده۔ ([2])
معلومه شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سيرت هم دغه دَرس دے چې زمونږه سترګو ليدلې خبره غلطه هم کېدے شي خو د الله پاک فرمان غلط نشي کېدے۔
بيا د هٰغه صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د اِيمان نه قربان شم! مونږ چې يو ځل ډاکټر له لاړ شو، ښه نه شو نو بيا لاړ شو، ډاکټر راته دوائي بدله کړي، څۀ طمع مو پېدا شي چې د دوايۍ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami