Share this link via
Personality Websites!
479306
9513
يواځې د دوئي ګواهي کافي ده۔ ([1])
خِېټه دروغژنه ده، قرآن رښتونے دے
پۀ بُخاري شريف کښې روايت دے، يو ځل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دربار رسالت ته حاضر شو، عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما د ورور خِېټه خرابه ده (يعنې هغه له دستونه ورځي)۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم انداز ته وګورئ! خِېټه يـې خرابه ده، دستونه يـې دي نو ډاکټر له تلل پکار دي خو صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم ته معلومه وه چې د ټولو طبيبانو طبيب هُم د الله پاک حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، څوک چې زړونو ته د بدو عادتونو نه شفا ورکولے شي نو د ظاهري بيمارو نه هم نجات ورکولے شي۔
مریضانِ جہاں کو تُم شفا دیتے ہو دَم بھر میں
خُدارا دَرد کا ہو میرے دَرماں یَارَسُوْلَ اللہ! ([3])
خېر! هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خپل ورور د بيمارۍ پۀ باره کښې عرض اوکړو، محبوبِ کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ هغه باندې شات وخوره! هغه واپس لاړو، خپل ورور له يـې شات ورکړل۔ بيا مسئله د حل کېدو پۀ ځائے نوره هم زياته شوه، يعنې د مخکښې نه زيات دستونه شروع شول۔ بيا حاضر شو، خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا وفرمائيل: پۀ هغه باندې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami