Share this link via
Personality Websites!
479304
9513
مخکښۍ ښپه راکړئ! د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخکښۍ ښپې غوښه خوښه وه۔ حضرت اُبُو عبېد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د مخکښۍ [ښپې غوښه] پېش کړله۔ لږ وخت پس بيا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له مخکښۍ راکړئ۔ اُبو عبېد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دويمه مخکښۍ ښپه هم ورکړه۔ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا وفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له مخکښۍ راکړئ نو حضرت ابو عبېد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د چېلۍ مخکښۍ ښپې څو وي؟ (يعنې د يوې چېلۍ مخکښۍ ښپې هم دوه وي او دواړه ما پېش کړې دي)۔ پۀ دې باندې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ هٰغه ذات باندې دې قَسم وي د چا پۀ قبضه کښې چې زما ځان دے! که تۀ خاموشه پاتې شوے وے نو تر څو پورې چې ما غوښتلے، تا به د چېلۍ مخکښۍ ښپې ما له راکولے، د چېلۍ مخکښۍ ښپې به چرې هم نۀ وے ختمې شوے۔ ([1])
دلته وګورئ چې د صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ څومره ښکلے تربيت شوے دے۔ د چېلۍ مخکښۍ ښپې دوه وي، دا خبره بالکل واضحه ده، رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته دا هم معلومه وه، صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته هم معلومه وه خو رسولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تربيت وفرمائيلو چې پۀ سترګو ليدونکي حقيقت پسې مۀ ځئ! زما پۀ فرمان باندې بنياد کېږدئ! کۀ نن تا زما پۀ فرمان باندې سترګې پټې کړې وے نو ما به غوښتلے او تا به راکولے، د چېلۍ ښپې به چرې هم ختمې شوے نۀ وې۔
معلومه شوه چې زمونږه سترګې څۀ ويني، که د الله او د رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان د هغې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami