Share this link via
Personality Websites!
479303
9513
پۀ عقل کښې يـې نۀ راځي، هغه صرف هم دې د پاره منل چې دا رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلے دے، دا د دې خبرې دليل دے چې د هغه پۀ زړۀ کښې اِطاعت دے۔ نور فرمائي: که رښتيا خبره اوکړم نو د اِيمان جان خو دا دے چې د رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خبر باندې د خپلو حواسو (سترګو، غوږونو او عقل وغېره) نه زيات اِعتماد وي، که چرې مونږ پۀ سترګو باندې وينو چې دا وخت ورځ ده او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائي چې دا وخت شپه ده نو زمونږه سترګې دروغژنې دي او نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتونے دے ځکه چې زمونږه سترګې پۀ زرګونو کرته غلطي کوي خو د هغوئي فرمان چرې هم غلط نۀ وي۔ ([1])
شاہانِ جہاں کیونکر رکھیں نہ سر آنکھوں پر
فرمانِ الٰہی ہے فرمان مُحَمَّد کا
حُور و مَلک و غِلْمَاں جِنْ و بَشر و حَیْوَاں
لیتے ہیں سبھی سَر پر فَرْمَان مُحَمَّد کا ([2])
حضرت ابو عُبَېد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، يو ځل هغوئي رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له د ډوډۍ دعوت ورکړو، د چېلۍ غوښه يـې پخه کړه۔ چې خوراک شروع کړے شو نو د مدينے سرکار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: نَاوِلْنِیْ ذِرَاعَہَا ما له د دې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami