Share this link via
Personality Websites!
479099
9503
روايت دے: يو ځل د الله پاک نبي حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام پۀ يو ځائے تېرېدلو، هغوئي د اِنسان يوه کوپړۍ وليدله۔ هغوئي د الله پاک نبي وو او مړي راژوندي کول د هغوئي پۀ معجزو کښې وو، نو هغوئي هٰغه کوپړۍ پۀ ښپه ووهله او وه يـې فرمائيل: تَكَلَّمِیْ بِاِذْنِ اللہِ د الله پاک پۀ حُکم زما سره خبرې اوکړه!
پۀ دومره فرمائيلو سره هٰغې کوپړۍ خبرې شروع کړې، عرض يـې اوکړو: اے رُوح الله عَلَیْهِ السَّلَام ! زۀ مخکښې بادشاه ووم، زما سلطنت دومره دومره پراخه وو، يوه ورځ زۀ پۀ خپل دربار کښې ناست ووم، عظيمُ الشان تاج زما پۀ سر وو، زما لښکر او وزيران صلاح کاران ګېر چاپېره موجود وو، ناڅاپه، بالکل ناڅاپه ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام د چرته نه راښکاره شو، آؤ! پۀ لږ ساعت کښې هغوئي زما رُوح قبض کړو، آه۔۔۔!! هٰغه ډک دربار پۀ لږ ساعت کښې پۀ تنهايۍ کښې بدل شو، هۍ! هۍ! هٰغه رعب او دبدبه، پۀ ما باندې ځان قربانوونکے زما لښکر، هٰغه اشنائي او محبت يو دم پۀ وحشت او غريبۍ کښې بدل شو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دغه حال دے، آؤ هم دغه حال دے، کوم چې ډېر زر پۀ مونږ باندې هم راتلونکے دے، آؤ! آؤ! مونږ ټول هم د دې وحشت او تنهايۍ، غريبۍ او بے وسۍ ښکار کېدونکي يو، چې د بادشاهانو لښکرو هغوئي بچ نۀ کړے شو نو زمونږ درې څلور دوستان به هم مونږ بچ نۀ کړے شي، که د بادشاهانو تاج او تخت او اوچتو اوچتو محلونو هغوئي د مرګ نه بچ نۀ کړے شو نو زمونږ واړۀ واړۀ کورونه، معمولي عزت او شهرت به هم مونږ بچ نۀ کړے شي، آه! ملک المَوت عَلَیْهِ السَّلَام به تشريف راوړي، رُوح به راښکي، اخري سلګۍ به راځي، سترګې به مو د چت طرف ته وي او دا ټوله دُنيا به د خپلو ټولو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami