Share this link via
Personality Websites!
479096
9503
گَنْدُم زِ گَنْدُم جَوْ زِ جَوْ اَزْ مَکَافَاتِ عَمَل غَافِل مَشَوْ
وضاحت: چې غنم وکرې نو هم غنم به رِېبې، چې وربشې وکرې نو هم وربشې به رِېبې، پۀ دُنيا کښې مکافاتِ عمل دے يعنې دلته د Tit For Tat (چې څۀ کَرې هغه به رِېبې) والا قانون جاري دے۔ د دې نه غفلت مۀ کوئ!
(2): قیامتِ صُغریٰ یعنې د مرګ وخت
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اللہ پاک فرمائي:
اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُۙ(۱) لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌۘ(۲) خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌۙ(۳)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې کله به وَاقِعه کېدونکې وَاقع شي۔ (هٰغه وخت به) د هغې پۀ وَاقِعه کېدو کښې هيڅ چا ته د اِنکار ګُنجائش نۀ وي۔ چا لره ښکته کوونکې، چا لره اوچتوونکې۔(پارہ:27، سورۀ وَاقِعہ:1-3)
د دې آيتونو دوېمه معنیٰ دا ده چې دلته د وَاقِعه نه مُراد قيامتِ صُغریٰ يعنې د مرګ وخت دے۔ ([1])۔ بيا به مطلب دا جوړېږي چې ياد کړه! کله چې مرګ راشي، آؤ! آؤ! څوک به هغه منع نۀ کړے شي۔ مرګ به ډېر خلق د ښکته او ډېر خلق د اوچتې مرتبې والا کړي۔
قبر به د جَنَّت باغ يا د دوزخ کنده وي
د حضرت ابو سعيد خُدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، خوږ آقا، د مدينې والا مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: د خوندونو ختموونکے مرګ ډېر يادوئ ځکه چې قبر هره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami