Share this link via
Personality Websites!
479095
9503
اِبراهيمه! خپل رَبّ ته ووايئ، راشه او زما سره جنګ اوکړه۔ حضرت اِبراهيم عَلَیْهِ السَّلَام د الله پاک پۀ دربار کښې عرض اوکړو: اِلٰهِي تَسْمَعُ مَا يَقُوْلُ هٰذَا الْكَلْبُ يعنې مولیٰ! تا واورېدل چې دا ځناور څۀ بکواس کوي۔ الله پاک حضرت جبرائيل عَلَیْهِ السَّلَام ته وفرمائيل: اے جبرائيله! زمونږ د ټولو نه د کمزوري مخلوق يعنې د ماشو لښکر د دۀ طرف ته ولېږه! نو ماشي راغلل، دومره ماشي وو چې د ورځې تياره شوه، ماشو د هغۀ د فوځ د څرمنو پورې وخوړل، د هډوکو ډانچې پاتې شوې۔ يو ماشے د نمرود دماغو ته ننوتو، هغه له به يـې ټَک ورکولو، دے د خپلې ټولې حکمرانۍ باوجود، د تاج او تخت او حکومت باوجود د يو ماشي نه تنګ شو، د هغه د دربار دا قانون شو چې څوک هم دربار ته راځي، وړومبے دي د هغۀ سر 10 چپړې وهي، بيا دې خبره کوي۔ چې چپړې به يـې خوړلې نو دۀ ته به سکون مېلاؤېدو۔ ۔([1]) دا دے:
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌۙ(۳)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چا لره ښکته کوونکې، چا لره اوچتوونکې۔ (پارہ:27، سورۀ وَاقِعہ: 3)
يعنې د الله پاک ګرِفت، د هغه اَزلي فېصله چې کله راشي نو ډېر لوئي لوئي خلق ذليله او رسوا کړي۔
ډېر ښکلے حديثِ پاک دے، مونږ له همېشه ياد ساتل پکار دے! حضور جانِ کائنات، شاهِ مَوجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَلْبِرُّ لَایَبْلٰی نېکي چرې هم نۀ زړېږي، وَالذَّنْبُ لَایُنْسٰی ګناه چرې هم نۀ هېرولے کيږي، وَالدَّیَّانُ لَایَمُوْت او بدله ورکوونکي ذات (يعنې الله پاک) له چرې هم مرګ نۀ راځي، اِعْمَلْ ماشِئْتَ څۀ چې غواړۍ کوئ! کَمَا تَدِیْنُ تُدَانْ چې څۀ کَرې هغه به رِېبې۔ ([2])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami