Share this link via
Personality Websites!
479094
9503
وړومبۍ معنیٰ دا ده چې پۀ دې آيتونو مبارکو کښې د وَاقِعه نه مُراد د الله پاک د ازلي حُکم د غالِب راتللو وخت دے۔ ([1]) مطلب به دا جوړېږي: چې کله د الله پاک ازلي فېصله غالبه شي، هٰغه وخت به څوک هم هغه نۀ شي منع کولے، هٰغه فېصله به څنګه وي؟ فرمائي:
خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌۙ(۳)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چا لره ښکته کوونکې، چا لره اوچتوونکې۔(پارہ:27، سورۀ وَاقِعہ: 3)
د الله پاک هٰغه فېصله اوچت خلق ښکته کوونکي ده،او کمزوري خلق طاقتور جوړوونکې ده۔
هٰغه فرعون۔۔۔!! هٰغه ډېر کمزورے بنده۔۔۔!! هغه خو هم اِنسان وو خو چې کله يـې خپل اوقات هېر کړل او وه يـې وئيل:
اَنَا رَبُّكُمُ الْاَعْلٰى٘ۖ(۲۴)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: زۀ ستاسو د ټولو نه اعلیٰ رب يم۔ (پارہ:30، سورۀ نَازِعَات:24)
اَللہُ اَکْبَر! څومره غرور وو، بنده وو، کمزورے وو خو پۀ غرور کښې د حده تېر شو، نو بيا د الله پاک عذاب راغلو، د درياب يوې چپې د هغۀ کار تمام کړو۔([2])
نمرود خو هم بنده وو، دې بد بخته لښکر تيار کړو، مېدان ته راووتلو او وه يـې وئيل: اے
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami