Share this link via
Personality Websites!
479093
9503
اَللہُ اَکْبَر! دا ده د الله پاک فېصله۔۔۔!! خلق د طاقت او قوت پۀ نشه کښې، د عهدې او مَنصَب پۀ نشه کښې، د مال او دولت پۀ نشه کښې، د رابطې او د تعلق پۀ نشه کښې نور کم تر ګڼي، بے کاره يـې ګڼي، ملنډې پسې کوي، زړۀ يـې ازاروي۔ ګڼي چې زمونږ څوک هيڅ نۀ شي کولے۔ فرمائي: ياد کړئ۔۔۔!! وېرېږئ۔۔۔!! کله چې د الله پاک ګرفت راشي، تاسو به پۀ زور لګولو هم هغه منع نۀ کړے شئ، بيا طاقتور کمزوري شي، کمزوري به طاقتور شي، تقدير چې کله غلبه اوکړي نو اوچت به راښکته شي، ښکته به اوچت شي۔ په هغې ورځ چرې مونږ د الله پاک د غضب مستحق ونۀ ګرځو.
فخر و غُرور سے تُو مولیٰ مجھے بچانا
یا ربّ! مجھے بنا دے پیکر تُو عاجزی کا
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د سُورۀ وَاقِعه وړومبي درې آيتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سُورۀ وَاقِعه صرف د وړومبو درېو آيتونو او د هغې څۀ وضاحت او د هغې نه مېلاؤېدونکي سبقونه ستاسو مخې ته پېش کووم۔ الله پاک فرمائي:
اِذَا وَقَعَتِ الْوَاقِعَةُۙ(۱) لَیْسَ لِوَقْعَتِهَا كَاذِبَةٌۘ(۲) خَافِضَةٌ رَّافِعَةٌۙ(۳)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې کله به وَاقِعه کېدونکې وَاقع شي۔ (هٰغه وخت به) د هغې پۀ وَاقِعه کېدو کښې هيڅ چا ته د اِنکار ګُنجائش نۀ وي۔ چا لره ښکته کوونکې، چا لره اوچتوونکې۔(پارہ:27، سورۀ وَاقِعہ:1-3)
د دې آيتونو درې معانې بيان کړے شوې دي:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami