Share this link via
Personality Websites!
479112
9503
د سُورۀ وَاقِعه مختصر فضيلتونه
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د سُورۀ وَاقِعه لوستلو، زده کولو او د پوهې سره د لوستلو ډير فضائل دي۔ دا ډېر د فضيلت والا سُورت دے۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي، رسولِ کائنات، فخرِ موجودات صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي:
مَنْ قَرَاَ كُلَّ لَيْلَةٍ سُورَةَ الْوَاقِعَةِ لَمْ تُصِبْهُ فَاقَةٌ اَبَدًا
ترجمه: څوک چې روزانه د شپې د سُورۀ وَاقِعه تِلاوت کوي، هغه به چرې هم د لوږې (يعنې تنګدستۍ) نۀ ښکار کيږي۔ ([1])
پۀ يو حديث کښې فرمائي:
عَلِّمُوْا نِسَاءَكُمْ سُوْرَةَ الْوَاقِعَةِ، فَاِنَّهَا سُوْرَةُ الْغِنٰى
ترجمه: خپلو زنانؤ ته سُورۀ وَاقِعه ښايئ چې بے شکه دا سُورتِ عِنیٰ (يعنې د محتاجۍ لرې کوونکے سُورت) دے۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې څومره اسانه نُسخه ده۔ پۀ دي وخت کښې به ډېر کم خلق وي کوم چې به د ګرانۍ فرياد نۀ کوي، هر درېم څلورم کَس د معاشي حالاتو پۀ وجه پرېشانه پۀ نظر راځي، زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مونږ ته د نېکو نه ډکه نُسخه ښودلې ده، روزانه د شپې د سُورۀ وَاقِعه تِلاوت کوئ! د کور زنانؤ له هم د دې ترغيب ورکړئ! که الله پاک وغوښتل نو محتاجي به ختمه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami