Share this link via
Personality Websites!
479111
9503
د الله پاک رحمت ته خو وګورئ چې څومره پراخه دے۔ څوک چې توبه کړي، الله پاک هغه خپل محبوب بنده جوړ کړي۔ اِرشاد دے:
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: بے شکه الله د ډېرې توبې کوونکو سره محبت فرمائي۔
(پارہ:2، سورۀ بَقَرہ: 222)
حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: څوک چې درې کرته
اَسْتَغْفِرُ اللہَ الْعَظِیْمَ الَّذِیْ لَآ اِلٰہَ اِلَّا ھُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ وَ اَتُوْبُ اِلَیْہِ
(يعنې زۀ د الله پاک نه د بخښنې سوال کووم د کوم نه سِوا چي هيڅ څوک معبود نشته او هغه پخپله ژوندے دے د نورو قائِم لرونکے، زۀ د هغۀ طرف ته رجوع کووم) ولولي د هغۀ ګناهونه به وبخښلے شي اګر که د سمندر د ځګ نه زيات وي۔ ([1])
الله پاک دې زمونږ د رښتونې توبې توفيق نصيب کړي۔ کاش چې مونږ ګناهونه پرېږدو، ښې ډېرې نېکۍ اوکړو، د الله پاک پۀ راضي کوونکو کارونو کښې مصروفه شو، کاش! کاش! کاش! چې زمونږ د بخښنې څۀ ذريعه جوړه شي
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ۔
گناہگار ہوں میں لائقِ جہنَّم ہوں کرم سے بَخش دے مجھ کو نہ دے سزا یاربّ !
بُرائیوں پہ پَشَیماں ہوں رَحم فرمادے! ہے تیرے قَہر پہ حاوی تری عطا یارب! ([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami