Share this link via
Personality Websites!
479092
9503
بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
يوه وَاقِعه پۀ کتابونو کښې ليکلے شوې ده: يو بادشاه وو، ډېر عزت يـې لرلو، ډېر لوئي سلطنت يـې وو، نوکران خادمان، فوځ، خزانې هر څۀ ورسره وو، اِتفاق څۀ داسې وشو چې د بادشاه د محل مخې ته د يوې بوډۍ وړه شان چوپړۍ وه، هٰغه ځائے د هٰغه بوډۍ پۀ ملکيت کښې وو، ظاهره ده چې د عالي شان محل سره نزدې وړه شان چوپړۍ ډېره بدې ښکارېدله، د محل پۀ شان او پۀ شوکت کښې فرق راتللو، بادشاه بوډۍ ته ووئيل چې خپله دا زمکه پۀ ما باندې راخرڅه کړه۔ خو بوډۍ نۀ منله، يوه ورځ داسې وشول چې بوډۍ د څۀ کار د پاره ځنګل ته تلې وه چې بادشاه سپاهيان راولېږل او د هغې چوپړۍ يـې ورانه کړله۔
بوډۍ چې واپس راغله او خپل کور يـې وران راغورځېدلے وليدو نو بوډۍ خو هيڅ وه نۀ کړل، نۀ يـې بادشاه ته کنځلې وينا اوکړه، نۀ يې د چا دروازه وژړل، نۀ يـې چغې سورې ووهلې، بس د اسمان طرف ته يـې مخ پورته کړو او وه يـې ووئيل: اے الله پاکه! که زۀ دلته موجوده نۀ ووم نو تا خو ليدل، اے کريم مالِکه! د ټولو بادشاهانو بادشاه دې ظالِم بادشاه زما کور راوغورځولو۔ بس د بوډۍ دا فرياد کول وو چې هم هٰغه وخت زلزله راغله او د بادشاه محل د خاورو د لاندې شو۔ ([1])
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami