Share this link via
Personality Websites!
479109
9503
لويه ګناه ده * ستا پۀ ګناه کولو باندې خوشحالېدل او پۀ کړس کړس خاندل د دې نه هم لويه ګناه ده حالانکې تا ته نۀ ده معلومه چې الله پاک به ستا سره څۀ سلوک کوي؟ * او ستا پۀ ګناه کښې پۀ ناکامه کېدو باندې غمژن کېدل د دې نه هم لويه ګناه ده۔ د ګناه کولو پۀ وخت که د تېزې هوا سره د دروازې پرده لرې شي نو تۀ وېرېږې خو د الله پاک د هٰغه نظر نه نۀ وِېرېږې کوم چې هغه پۀ تا باندې لري ستا دا عمل د دې نه هم لويه ګناه ده۔([1])
کب گناہوں سے کَنارا میں کروں گا یاربّ!
نیک کب اے مِرے اللہ! بنوں گا یا ربّ!
کب گناہوں کے مَرض سے میں شفا پاؤں گا
کب میں بیمار مدینے کا بنوں گا یاربّ!([2])
حضرت عبد الله بن زيد رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زۀ د [قمري] مياشت پۀ وړومبو شپو کښې د هدېرې پۀ خوا تېرېدم نو ما يو کَس د قبر نه پۀ راوتو وليدو او هغۀ زنځير راښکلو بيا ما وليدل چې يو بَل کَس هٰغه زنځير نيولے دے هغه دوېم [کَس] بهر وتونکے کَس خپل طرف ته راښکلو او هغه يـې قبر ته واپس کړو، بيا ما هغه د هغۀ مړي پۀ وهلو وليدلو او مړي وئيل: آيا ما به نـمونځ نۀ کولو؟ آيا ما به د جنابت نه غُسل نۀ کولو؟ آيا ما به روژې نۀ نيولې؟ نو هٰغه وهونکي جواب ورکړو: آؤ! ولې نۀ (تا به واقعي چې دا کارونه کول) خو چې تا به کله پۀ تنهايۍ کښې ګناه کوله نو هٰغه وخت به د الله پاک نه نۀ وِېرېدلې۔ ([3])
اَللہُ اَکْبَر! اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تصور اوکړئ! څوک به داسې وي چې دومره
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami