Share this link via
Personality Websites!
479107
9503
وئيلے به شي: دا د فلانکي د فلانکي د ځوي جنډه ده۔ ([1])
اِمام شمس الدين قرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د قيامت پۀ ورځ به د هر نېک او بد د پاره جنډه لګولے شي، نېک به د خپلې جنډې پۀ وجه د لرې نه پېژندلے کيږي او بدکار به د خپلې بدۍ د جنډې پۀ ذريعه پېژندلے کيږي۔ ([2])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور اوکړئ چې دا به څومره د رسوايۍ وخت وي، د حضرت آدم عَلَیْهِ السَّلَام نه واخله تر د قيامته پورې راتلونکي به ټول راجمع وي، نن چې کوم خلق مونږ ته حاجي صاحب وائي او پۀ ادب سره مو رابلي، کوم چې د لرې نه پۀ ليدو د سلام کولو د پاره منډې راوهي، کوم چې لاسونه ښکلوي، پۀ کوڅه باندې پۀ تېرېدو چې مو وه ويني نو د چائے څښلو دعوت راکوي، کوم خلق چې زمونږ د عزت د پاره د څيزونو قيمت کم لګوي، هٰغه کوم خلق چې د برکت د پاره پۀ مونږ باندې دُعاګانې کوي، ټول به موجود وي۔
او زمکه به هم هواره وي، داسې چې پۀ يو ګوټ يـې يوه دانه کېښودے شي نو د بل ګوټ نه به صفا پۀ نظر راځي۔([3]) يعنې ټول به موجود وي او زمکه به هم بالکل هواره وي، د پټېدو به څۀ سوال نۀ پېدا کيږي، پۀ داسې حالت کښې به * زمونږه د بدۍ جنډه لګولے شي * اِعلان به کيږي، دۀ به نورو له دوکې ورکولې * دۀ به پۀ پټه باندې ګناه کوله * دۀ به د شپې د ټولو نه پۀ پټه پۀ موبائل کښې ګنده نظارې کتلې * دے پۀ ظاهره باندې نېک وو خو پۀ تنهايۍ کښې به يـې ګناهونه کول۔ اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! سوچ اوکړئ! ښه ډېر سوچ اوکړئ چې هٰغه وخت به زمونږه د شرمېدو حالت څۀ وي۔۔۔؟
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami