Share this link via
Personality Websites!
479105
9503
زمونږ عېبونه پټ ساتلي دي خو ياد ساتئ چې قيامت د پردې د ماتېدو ورځ ده، د پټو رازونو د راښکاره کېدو ورځ ده۔ الله پاک فرمائي:
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې د پټو خبرو ازمېښت[راڅپړدلے] کيږي۔ نو اِنسان سره به نۀ څۀ قوت وي او نۀ څوک مددګار۔
یَوْمَ تُبْلَى السَّرَآىٕرُۙ(۹)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه ورځ به چې د پټو خبرو ازمېښت[راڅپړدلے] کيږي۔ نو اِنسان سره به نۀ څۀ قوت وي او نۀ څوک مددګار۔
فَمَا لَهٗ مِنْ قُوَّةٍ وَّ لَا نَاصِرٍؕ(۱۰)
يعنې د قيامت پۀ ورځ باندې به ټولې پټې خبرې راښکاره شي، پۀ هٰغه ورځ به د غېر مسلمو د پاره هيڅ طاقت او هيڅ اِمداد کوونکے نۀ وي۔
د قبرونو نه د راپاڅېدو مختلف حالات
علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: پۀ روايتونو کښې راغلي دي چې بنده کله مړ شي نو که د هغۀ اعمال ښه وي او که بد، د هغۀ د سر خوا ته راجمع شي، کله چې هغۀ له غسل ورکړے کيږي، کفن اغوستلے کيږي، د هغۀ جنازه کيږي، پۀ دې ټولو وختونو کښې د هغۀ اعمال د هغۀ سره وي او دا هم د هغۀ سره د هغۀ قبر کوزېږي، خلق خو مړے ښخ کړي او واپس راشي خو اعمال د هغۀ سره پۀ قبر کښې پاتې شي، بيا د قيامته پورې د هغۀ سره دا اعمال ورسره وي، د دې پورې چې کله قبرونه وڅپړدلے شي، مړي بيا راژوندي کړے شي، هٰغه وخت که د هغۀ اعمال ښه وي او که بد، د هغۀ سره به د قبر نه راوځي، بيا چې کله د حساب د پاره دے د حشر د مېدان طرف ته ځي، د هغه ټول ښه او بد اعمال به راجمع شي، پۀ هغې کښې به څۀ وړه، څۀ غټه ګناه نۀ هېرولے کيږي، د هغۀ ښکاره او پټ ټول اعمال به
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami