Share this link via
Personality Websites!
479102
9503
چې دوئي د دوزخ پۀ وور کښې سوزېږي، ناڅاپه به د دوزخ دروازه برسېره کړے شي، دوئي به طمع لري، بهر طرف ته به منډه کړي خو چې څنګه دروازې ته ورنزدې شي، نو بيا به دروازه بنده کړے شي، دوئي به بيا پۀ عذاب کښې راګېر کړے شي۔ بيا به دروازه برسېره کړے شي، بيا به بهر منډه کړي خو دروازه به بنده کړے شي، هم داسې به کيږي او جنتيان به دوئي ته پۀ کتو کتو خاندي چې وګورئ! تاسو به پۀ مونږ پسې خنداګانې کولې، نن پۀ تاسو پسې خنداګانې کېږي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دے قيامت۔۔۔!! اوچت ښکته کوونکي۔۔۔!! د دې نه مونږ ته معلومه شوه چې نن پۀ دُنيا کښې پۀ چا پسې خندا نۀ ده کول پکار، چا له پېغورونه نۀ دي ورکول پکار، پۀ چا پسې پۀ ټوقو کولو د هغه زړۀ ازارول نۀ دي پکار، آه! که د قيامت پۀ ورځ پۀ مونږ پورې خندا اوکړے شوه نو سوچ اوکړئ چې زمونږ به څۀ کيږي۔
الله پاک پۀ 26 سيپاره، د سورۀ حُجُرَات پۀ آيت نمبر 11 کښې اِرشاد فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا یَسْخَرْ قَوْمٌ مِّنْ قَوْمٍ عَسٰۤى اَنْ یَّكُوْنُوْا خَیْرًا مِّنْهُمْ وَ لَا نِسَآءٌ مِّنْ نِّسَآءٍ عَسٰۤى اَنْ یَّكُنَّ خَیْرًا مِّنْهُنَّۚ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ایمان والؤ! نارينه دې پۀ نورو نارينؤ پورې نۀ خاندي، کېدے شي چې هغوئي د هٰغه خندا کوونکو نه بهتر وي او نۀ دې زنانه پۀ نورو زنانؤ پورې خاندي، کېدے شي چې هغوئي د هٰغه خندا کوونکو نه بهترې وي۔
د هر چا خپل شوق وي، د ژوند تېرولو خپل انداز يـې وي، مونږ د چا پۀ انداز تنقيد نۀ شو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami