Share this link via
Personality Websites!
479101
9503
نه اِنکار کوي، بيا به پۀ غړېدلو سترګو قيامت وويني، د دې نه به اِنکار وه نۀ کړے شي، آؤ! آؤ! دا قيامت دے کوم چې به اوچت خلق ښکته او ښکته خلق اوچت کړي۔ ([1])
پۀ نورو پورې ټوقې کوونکې پسې به پخپله ټوقې وشي
پۀ 30 سيپاره، سُورۀ مُطَفِّفِين کښې يوه وَاقِعه ذِکر کړے شوې ده، زۀ دا د تفسيرونو پۀ رڼا کښې لږه پۀ تفصيل سره عرض کووم، اَبُو جَهل، عُتبه، شَېبه، وَليد بن مُغِيره وغېره کوم چې د مکے مکرمې کافران وو، دوئي به چې کله حضرت بِلالِ حبشي، حضرت صُهېب رُومي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم وغېره صحابۀ کرام ليدل، د هغوئي ساده جامې، ساده خوراک، پۀ سادګۍ سره ژوند تېرول به يـې ليدل نو پۀ هغوئي پسې به يـې ټوقې کولې۔ د هغوئي طرف ته به يـې کتل او خنداګانې به يـې ورپسې کولې، پۀ سترګو باندې به يـې اِشارې کولې او پۀ هغوئي پسې به يـې ملنډې کولې۔ ([2])
الله پاک وفرمائيل:
فَالْیَوْمَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مِنَ الْكُفَّارِ یَضْحَكُوْنَۙ(۳۴) عَلَى الْاَرَآىٕكِۙ-یَنْظُرُوْنَؕ(۳۵)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو نن به اِيمان والا پۀ کافرو پورې خاندي۔ پۀ تختونو ناست به ګوري۔(پارہ:30، سُورۀ مُطَفِّفِیْن:34 و 35)
يعنې چې کله د قيامت ورځ وي، دا صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان به جَنَّت ته ورسېږي، جنتيان به پۀ اوچتو اوچتو تختونو باندې تشريف فرماکېږدي، جنتي جامې به يـې اغوستې وي، د جنتي نعمتونو نه به خوندونه اخلي۔ دلته به هٰغه غېر مسلمه دوزخ ته غورځولے کيږي، کله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami