Share this link via
Personality Websites!
478881
9497
(1): توبه ستاسو د پاره بهتره ده
پۀ دې آيت کښې اِرشاد شو:
ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىٕكُمْؕ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان: دا ستاسو د پېدا کوونکي پۀ نزد ستاسو د پاره غوره دي۔
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 54)
معلومه شوه چې ګناه پرېښودل، د الله پاک پۀ حُضُور کښې توبه کول زمونږ پۀ حق کښې بهتره ده۔ د دې پۀ برکت سره د دِين او د دُنيا بے شمېره خېرونه نصيب کيږي۔
توبه کوونکے د الله پاک محبوب دے
الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان: بے شکه الله د ډېرې توبې کوونکو سره محبت فرمائي۔
(پارہ: 2، سورۀ بقره: 222)
معلومه شوه چې کوم بنده پۀ کثرت سره توبه کوي، الله پاک هغه خپل محبوب جوړوي۔
اَللہُ اَکْبَر! وګورئ چې دا څومره اوچت شان دے، د الله پاک محبوب يعنې خوښ بنده جوړېدل څۀ اسان کار خو نۀ دے، دا څۀ معمولي مرتبه خو نۀ ده، الله پاک د ټولو جهانونو رَبّ دے، د ټولو جهانونو خالق دے، څوک چې د دې کريم مالِک خوښ شي، د هغه سره د څۀ کمے پاتې کېږي۔۔۔؟ صوفيائے کرام فرمائي: مَنْ لَہُ الْمَوْلیٰ فَلَہُ الْکُلّ څوک چې د الله پاک
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami