Share this link via
Personality Websites!
478878
9497
وَ اِذْ قَالَ مُوْسٰى لِقَوْمِهٖ یٰقَوْمِ اِنَّكُمْ ظَلَمْتُمْ اَنْفُسَكُمْ بِاتِّخَاذِكُمُ الْعِجْلَ فَتُوْبُوْۤا اِلٰى بَارِىٕكُمْ فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْؕ-ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ عِنْدَ بَارِىٕكُمْؕ فَتَابَ عَلَیْكُمْؕ-اِنَّهٗ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِیْمُ(۵۴) (پارہ: 1، سورۀ بقره: 54)
صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہُ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صلّی اللہ ُ عَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان: او ياد کړئ چې کله موسیٰ خپل قوم ته ووئيل: اے زما قومه! تاسو د سخي (د معبود) جوړولو پۀ وجه پۀ خپلو ځانونو ظُلم اوکړو، ځکه (اوس) د خپل پېدا کوونکي پۀ بارګاه کښې توبه اوکړئ (داسې) چې تاسو خپل خلق مړه کړئ۔ دا ستاسو د پېدا کوونکي پۀ نزد ستاسو د پاره غوره دي، نو هغه ستاسو توبه قبوله کړه، بے شکه هُم هغه ډېر توبه قبلوونکےمهربانه دے۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه اورېدلي وو چې الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام کوهِ طُور ته اوبللو، هغوئي ته يـې تورات شريف عطا کړلو، پۀ دغه وخت د وروستو نه بني اِسرائيلو يو سخے جوړ کړو او د هغه پۀ عبادت کولو کښې مشغول شول۔ بيا چې کله بني اِسرائيلو دا لويه ګناه اوکړه نو پۀ هغوئي باندې کرم دا وشو چې پۀ هغوئي باندې عذاب نازل نۀ شو بلکې د توبې توفيق ورکړے شوے۔ د هغوئي دا توبه څنګه قبوله شوه؟ د دې توبې تقاضې څنګه پوره کړے شوې؟ د دې خبرې بيان پۀ دې آيت مبارک کښې دے، کوم چې نن زمونږه موضوع ده، دا د سورۀ بقره آيت: 54 دے، نن به مونږه اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې آيت مبارک وضاحت او د دې نه د مېلاؤېدونکو سبقونو د زده کولو سعادت حاصلوو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami