Share this link via
Personality Websites!
478895
9497
د توبې درې شرطونه دي: (1): ګناه پرېښودل چې د څۀ نه توبه کوې، هٰغه ګناه مو پرېښودې وي، د ګناه پرېښودو نه بغېر پۀ ژبه باندې توبه توبه وئيلو ته پۀ حديثِ پاک کښې ټوقې وئيلے شوې دي ([1]) (2): پښېمانتيا (يعنې چې کومه ګناه وشوه، پۀ هغې باندې پښېمانه کېدل) (3): پخه اراده چې بيا د پاره به ګناه نۀ کووم۔ ([2])
دا درې شرطونه چې پوره شي نو رښتونې توبه به ورته وئيلے کېږي۔ بيا د هرې ګناه بېلې بېلې تقاضې هم وي، مثلاً * د نـمونځ د نۀ کولو د ګناه نه د توبې کولو د پاره ضروري دي چې د قضا کړے شوو نـمونځونو قضا هم راوړے شي * د روژو نۀ نيولو د ګناه نه مو توبه کړه نو ضروري دي چې څومره روژې نۀ دي نيولے شوې، د هغې قضا هم راوړې * داسې که د چا زړۀ ازار کړے شوے وي نو د هغه نه به معافي هم غوښتل ضروري وي * که مور او پلار تنګ کړے شوي وي نو د هغوئي راضي کول هم ضروري دي * که د چا پېسې دې خوړلې وي نو د هغې واپس کول هم ضروري دي * که د سود د لېن دېن نه توبه کول وي نو چې د چا چا نه پۀ سُود کښې پېسې اخستے شوي وي، د هغې واپس کول هم ضروري دي۔
اوس تاسو وايئ چې دا خو ډېر ګران کار دے۔ آؤ جي! ګران دے۔ جَنَّت ته تلل دي، د دوزخ نه بچ کېدل دي، د عذاب نه خلاصے موندل دي نو څۀ سخته خو به تېرول وي، بني اِسرائيلو ته وګورئ چي هغوئي ته ووئيلے شو چې خپل ځانونه قربان کړئ! پۀ روايتونو کښې دي: حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام وفرمائيل: مجرمان دې بهر راشي، پۀ زمکه دې کښېني،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami