Share this link via
Personality Websites!
478894
9497
توبې هم ايښودے دے۔ يعنې هغوئي ترغيب ورکړے دے چې ګناه که وي او که نۀ وي، روزانه د شپې د اودۀ کېدو نه مخکښې دوه رکعته د توبې نـمونځ ادا کوئ، بيا پۀ رښتوني زړۀ د ټولې ورځې د ګناهونو نه توبه کوئ۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېر برکتونه به مو نصيب کېږي۔ الله پاک دې مونږ له د عمل کولو توفيق راکړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک دا هم وفرمائيل:
فَاقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْؕ-
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُالعِرفان: تاسو خپل خلق مړه کړئ۔
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 54)
يعنې اے د بني اِسرائيلو هٰغه خلقو! کومو چې د سخي عبادت اوکړو، پۀ شِرک کښې راګېر شول، توبه وکړئ او خپل ځانونه پېش کړئ!
د دې ځائے نه معلومه شوه چې د توبې تقاضې پوره کول هم ضروري دي۔ دلته چې د توبې کوم مفهوم اخستے کېږي، هغه دا چې * غوږونو له 10، 12 ځله لاس يوسي او ووائي: توبه! توبه! دا توبه شوه۔
دا توبه نۀ ده۔ د توبې تقاضې وي، لکه څنګه چې ګناه وي، د هغې توبه هم هٰغه شان وي۔ وګورئ چې بني اِسرائيلو شِرک اوکړو، مُرتَد شول، يعنې د مسلمانۍ نه پس يـې د کُفر لار اِختيار کړه، د دې جرم سزا قتل دے، ځکه هغوئي ته ووئيلے شول، خپل ځانونه قتل کړئ! د دې توبې تقاضا پوره کړئ! بيا به تاسو وبخښلے شئ۔ معلومه شوه چې څنګه ګناه وي، هٰغه شان د هغې توبه هم وي، د هغې تقاضې هم پوره کول وي۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami