Share this link via
Personality Websites!
478890
9497
وګورئ پۀ دې آيت کښې ټولو ته د توبې حُکم شوے دے۔ اِمامِ غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ احياء العلوم کښې فرمائي: د دې آيت نه ثابته شوه چې توبه پۀ هر حال کښې لازم ده۔ ([1]) دا ضروري نۀ ده چې ګناه وشي نو بيا به توبه کوې بلکې د دې نه علاوه هم توبه کول پکار دي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: د رسولانو سردار، مکي مَدَني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اے خلقو! توبه کوئ! بے شکه زۀ هم پۀ ورځ کښې 100 کرته توبه کووم۔ ([2])
وګورئ چې خوږ نبي، رسولې، هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معصوم دے، د هغوئي نه هډو ګناه نۀ شي کېدے، د دې باوجود به نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ورځ کښې 100 کرته توبه کوله، معلومه شوه لکه څنګه چې نـمونځ، روژه وغېره مستقل عبادتونه دي، هم داسې توبه او اِستِغفَار هم مستقل عبادتونه دي۔ ([3]) ځکه مونږ له پکار دي چې ګناه نۀ وي نو بيا هم توبه کوو۔
سُبْحٰنَ اللہ! الله پاک دې مونږ ته د رښتونې توبې توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ
سَر پچھاڑو گے پَر کچھ نہ کر پاؤ گے بے حَد اپنے گُناھوں پہ پچھتاؤ گے
بال جَھڑ جائیں گے، کَھال اُدھڑ جائیگی کیڑے پَڑ جائیں گے، نَعْش سڑ جائیگی
مَت گُناھوں پہ ہو بھائی! بے باک تُو بُھول مَت یہ حقیقت کہ ہے خاک تُو
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami