Share this link via
Personality Websites!
478886
9497
وئيلو سره زړۀ له د دروغو تسلي ورکوو او د هغه د عذاب نه نۀ وېرېږو * د خرابو دوستانو ناسته پاسته مو د نېکۍ طرف ته راتللو ته نۀ پرېږدي * کله د کور والؤ نه شرمېږو * کله د دُنيا نه شرمېږو * هۍ! که ما توبه کړه نو خلق به څۀ وائي؟ د داسې خبرو پۀ سوچ کولو مونږ د توبې پۀ شان د عظيم نِعمت نه محرومه پاتې کېږو * بلکې رښتيا خبره خو دا ده چې مونږه ځان ګنهګاران چرته ګڼو۔۔۔!! چې ځان ګنهګار وګڼو نو د شرم سره به مخ کېږو، که وه شرمېدو نو د توبې طرف ته تلل هم دي خو افسوس چې نفس او شېطان مونږ پۀ دوکه کښې اچولي يو * نـمونځونه را نه قضا کېږي * د جَمعې سره کله نا کله نـمونځ کوو * هره ورځ پته نۀ لګي چې د څومره خلقو زړونه ازاروو * زمونږه موبائل مونږ پۀ دوکه کښې ساتي * پته نۀ لګي چې څنګه څنګه ګناهونه د موبائل او سوشل مېډيا پۀ وجه کېږي * د خُلې جنګ جګړې کېږي، پۀ هره خبره کښې دروغ وايو * د غېبت، چغلۍ خو داسې عادت يو چې بس خُله پرانيزو نو ګنده خبرې، غېبتونه او چغليانې شروع شي، غرض دا چې د سر نه واخله تر د ښپو پورې پۀ ګناهونو کښې ککړ يو، د دې باوجود خپل ځان ګنهګار ګڼل نۀ خوښوو، نفس پۀ دوکه کښې اچولي يو، بس هم پۀ زړۀ زړۀ کښې دا ذِهن جوړ وي چې زمونږ نه خو بَل نېک اِنسان هډو کېدے نۀ شي۔ چې ځان ګنهګار ګڼل نۀ دي نو ظاهره ده چې د توبې ذِهن هم نۀ جوړېږي، چې ذِهن نۀ جوړېږي نو توبه به هډو کولے نۀ شو۔ داسې مونږه د دومره لوئي نېکۍ نه محرومه پاتې کېږو۔
کاش چې زمونږ د توبې توفيق نصيب شي۔ کاش چې مونږ خپل ځان ګنهګار ګڼونکي، توبه کوونکي جوړ شو۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami