Share this link via
Personality Websites!
478519
9479
نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم داسې ما ته سلام اوکړو، بيا يـې زما لاس ونيولو او مُسکے شو۔ بيا يـې وفرمائيل: اے بَرَاء تا ته پته شته چې ما داسې ولې اوکړل؟ ما عرض اوکړو: نشته راته پته ۔ وه يـې فرمائيل: اے بَرَاء!
مَا مِنْ مُسْلِمَيْنِ يَلْتَقِيَانِ فَيُسَلِّمُ اَحَدُهُمَا عَلَى صَاحِبِهٖ وَيَأْخُذُ بِيَدِهِ،
لَا يَأْخُذُهٗ اِلَّا لِلَّهِ، فَيَتَفَرَّقَانِ حَتَّى يُغْفَرَ لَهُمَا
ترجمه: دوه مسلمانان چې کله د يو بل سره مېلاؤ شي، يو بل ته سلام اوکړي او لاس ونيسي نو د هغوئي د جُدا کېدو نه مخکښې الله پاک هٰغه دواړه بخښي۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! يو خو د دې روايت نه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مُسکي کېدو انداز مبارک معلوم شو چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د ملاقات پۀ وخت سلام فرمائيلو، لاس به يـې مېلاوهل او د مېلاؤېدو پۀ وخت به مُسکے کېدلو۔ دوېم: د يوې بلې خبرې طرف ته پام راوګرځووم! د حضرت بَرَاء بن عَازِب رَضِىَ اللهُ عَـنْه پۀ انداز مبارک باندې غور اوکړئ چې د يو کَس سره يـې ملاقات کيږي * اِجتماع نۀ ده * د جُمعې خطبه نۀ ده * د زده کولو او ښودلو حلقه نۀ ده لګېدلې * د قرآنِ پاک دَرس * د حديثونو مبارکو دَرس * د سُنَّتو مبارکو دَرس نۀ کيږي، بس ملاقات شوے دے، بس د ملاقات پۀ کولو کولو هغوئي مخامخ کَس ته سُنَّت هم وښودلو او حديث شريف يـې ورته هم بيان کړو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami