Share this link via
Personality Websites!
478514
9479
شي۔ رښتيا خبره ده چې حُسن پۀ ژبه کښې وي، که اِنسان پۀ شکل ښکلے هم نۀ وي خو چې ژبه يـې خوږه وي نو خلق پۀ هغه عاشقان کيږي، اِنسان که هر څومره ښکلے وي، که هر څومره هم * مالداره وي * د پېسو والا وي * قيمتي ګاډے * قيمتي جامې * د فېنسي سټائل والا(Fancy Hair style)، هر څۀ وي، که ژبه يـې ترخه وي نو د چا هم خوښ نۀ وي، خلق د هغه نه لرې تښتي۔ د هغه د پېسو پۀ وجه، د هغه د عهدې او د منصب پۀ وجه که ورنزدې کيږي نو هم پۀ زړۀ زړۀ کښې ورته بد وائي او بد يـې ګڼي ۔
حضرت لُقمانِ حکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه او خوږه ژبه
د حضرت لُقمانِ حَکيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نوم خو به تاسو اورېدلے وي، پۀ مخکښينو اُمتونو کښې وو، د حبشې اوسېدونکے وو، رنګ يـې پۀ ظاهره تور وو، شونډې يـې پېړې وې خو الله پاک ورته ژبه خوږه عطا کړې وه۔ داسې مبارکه ژبه چې د هغې نه به د حِکمت ملغلرې دوړېدلې۔([1]) الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې د هغوئي پۀ نوم باندې يو پوره سُورت نازل کړو۔ سُورۀ لُقمان پۀ 21 سيپاره کښې دے، اِرشاد دے:
وَ لَقَدْ اٰتَیْنَا لُقْمٰنَ الْحِكْمَةَ (پارہ:21، سورۂ لُقْمان:12)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه مونږ لُقمان ته حِکمت عطا کړو۔
وګورئ چې پۀ ظاهره باندې يـې رنګ مبارک سپين سور نۀ وو خو ژبه يـې خوږه وه۔ خلق به د هغوئي د حِکمت نه د ډکو خبرو اورېدو د پاره د هغوئي خوا ته راتلل۔ خوږ آقا و مولا،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami