Share this link via
Personality Websites!
478513
9479
اَعْجَبَنِيْ جَمَالُكَ يَا عَمَّ النَّبِيِّ
ترجمه: اے د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کاکا جانه! زما ستاسو حُسن او جمال ډېر خوښ شو، پۀ دې باندې مُسکے شوم۔
حضرت عباس بن عبد المُطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهما عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د نارينه اصلي حُسن څۀ دے؟ وه يـې فرمائيل: اَللِّسَانُ يعنې د اِنسان حقيقي حُسن د هغه ژبه ده۔ ([1])
ہر ادا دِل نشیں بنی تیری ہر سخن جاں فِزَا ہوا تیرا
اے چمن بھیک ہے تبسم کی غنچہ غنچہ کھلا ہوا تیرا
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! روايت کوم چې مونږ واورېدو، پۀ دې کښې زمونږ د پاره د زدکړې دوه خبرې دي:
وړومبۍ خبره خو دا د زدکړې د پاره مېلاؤېږي چې اصلي حُسن: * رنګ څهره * د ګرځېدو انداز * د بدن جوړښت * د مخ خدوخال * مال او دولت * ګرانو جامو * د وېښتو فېنسي سټائل کښې نۀ دے بلکې خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: د اِنسان اصلي حُسن د هغه پۀ ژبه کښې دے۔
خبره بالکل رښتيا ده او زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خبره خو هډو غلطه کېدے نۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami