Share this link via
Personality Websites!
478531
9479
ختمېږي، د کورونو نه بےقلارۍ لرې کيږي۔ يوه واقعه بيانولے شي چې يو کَس وو، د کور د پرېشانو نه ډېر تنګ وو، هره ورځ به پۀ کور کښې جنګ جګړې کېدلې، د وړو د مور سره به يـې هم نۀ لګېدله۔ ډېر پرېشانه وو۔ يو ځل د يو بزرګ سره مېلاؤ شو۔ د خپل کور حالات يـې ورته بيان کړل۔ هٰغه بزرګ وفرمائيل: ځويه! نن چې کله کور ته لاړ شې نو د دروازې برسېره کېدو سره مُسکے شه، پۀ مُسکا خبرې اوکړه۔
هٰغه کَس پۀ دې نُسخه باندې عمل اوکړو۔ کور ته لاړو، دروازه يـې وډبوله، د وړو مور چې دروازه برسېره کړه نو دے يـې پۀ ليدلو مُسکے شو۔ د وړو مور چې يـې پۀ مخ باندې مُسکا وليدله نو هغه هم خوشحاله شوه۔ او د دواړو جنګ جګړې ختمې شوې۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! هم پۀ سُنَّت کښې عظمت دے۔ مُسکي کېدل سُنَّت دي، پۀ دې کښې هم ډېر عظمت دے۔ د ډېرو طِبي، نفسياتي او معاشرتي تحقيقاتو مطابق د مُسکي کېدلو پۀ برکت سره * مُثبَت جذبې زياتېږي * پۀ ذِهني دباؤ کښې کمے راځي * منفي جذبې کمېږي * د کولېسټرولو پۀ لېول باندې مُثبت اثرات پرېوځي * د وِينې د نالو پۀ پراخه کېدو کښې مرسته کيږي * د درد زغملو طاقت زياتېږي * پۀ خوب کښې ښه والے راځي * پۀ بلډ پرېشر باندې ممکنه ښه اثرات پرېوځي * د پړپوس کارکردګي ښه کيږي * او ذِهني او جسماني دباؤ کمېږي * معاشرتي امور ښه کېږي * پۀ اِعتماد جوړولو کښې مرسته کېږي * د يو بل سره د مدد کولو اِمکانات زياتېږي * همکاري پېدا کېږي * اِنسان د معاشرتي مقبوليت لائق جوړيږي * د يو بل ترمينځه مينه او ورورولي زياتيږي * محبت زياتيږي * ماحول ښه اوسي * د ښه تربيت ماحول جوړېږي * پۀ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami