Share this link via
Personality Websites!
478530
9479
چې سنجيدګي رُعب جوړوي۔ وړومبے خو وګورئ چې زمونږ پۀ نورو باندې رُعب هم نۀ دے پکار، محبت پکار دے، مينه پکار ده، ذوق پکار دے، اِحترام پکار دے۔ دوېم دا چې د سنجيدګۍ د مُسکي کېدو يا نۀ مُسکي کېدو سره هيڅ تعلق نشته۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مُسکے کېدلو، د دې نه زيات مونږ له د دې عمل د ښه کېدو نور څۀ سَنَد پکار دے۔۔۔؟ د هغوئي اخلاقو ته الله پاک عظيم وئيلي دي:
وَ اِنَّكَ لَعَلٰى خُلُقٍ عَظِیْمٍ(۴) (پارہ:29، سورۂ قَلَم:4)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او بے شکه تۀ يقيناً پۀ عظيمو اخلاقو يـې۔
سُبْحٰنَ اللہ! هٰغه د عظيمو اخلاقو والا نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مُسکے کېدلو نو مونږ له هم مُسکي کېدل پکار دي او پۀ کور کښې هم مُسکي کېدل پکار دي۔ د مسلمانانو د خوږې مور جانې حضرت عائِشه صِدِّيقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها نه پوښتنه اوکړے شوه چې د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کور کښې د اوسېدو انداز مبارک څۀ وو؟ وه يـې فرمائيل:
کَانَ اَکْرَمُ النَّاسِ خُلُقًا کَانَ ضَاحِکًا بَسَّامًا
ترجمه: خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (پۀ کور کښې) ډېر د کريم اخلاقو والا، ډېر مُسکے کېدونکے وو۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې پۀ کور کښې هم مُسکي کېدل پکار دي۔ د دې سره جنګونه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami