Share this link via
Personality Websites!
478512
9479
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
مشهور مُحَدِّث حضرت اِمام احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: يو ځل د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ترۀ حضرت عباس بن عبد المُطلب رَضِىَ اللهُ عَـنْهما ښکلې جامې واغوستې، رنګ مبارک يـې هسې هم سور سپين وو، هغوئي پۀ هٰغه ښکلو جامو کښې ډېر ښکلے ښکاريدو، پۀ داسې حالت کښې هغوئي دربار رسالت ته حاضر شول، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې خپل ترۀ وليدو نو د محبت پۀ وجه مُسکے شو!
حضرت عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْه عرض اوکړو:
مَا اَضْحَكَكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ؟ اَضْحَكَ اللَّهُ سِنَّكَ!
ترجمه: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم الله پاک دې تاسو مُسکے لري، تاسو ولې مُسکے شوئ؟
وه يـې فرمائيل:
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami