Share this link via
Personality Websites!
478529
9479
مُسکا مېلاؤ شو! هغوئي ته خو د محبت نه پۀ ډک نظر کتل هم د يو قبول شوي حج ثواب دے۔ ظاهره ده چې بيا د محبت نه ډک نظر خو د غصې نه پۀ ډک مخ سره نۀ شي کېدے، کله چې محبت راځي نو پۀ مخ باندې به مُسکا هم راشي * د بچو د مور سره پۀ مُسکا مېلاؤ شئ! * د دوستانو سره پۀ مُسکا مېلاؤ شئ! * د مسلمانانو وروڼو سره پۀ مُسکا مېلاؤ شئ! * غرض چې هر چرته هم يـئ نو پۀ مخ باندې مُسکا راولئ!
* آؤ که پۀ هديره کښې يـئ، هلته مُسکي کېدل صحيح نۀ دي * پۀ جنازه کښې مُسکي کېدل نۀ دي * د غمرازۍ پۀ وخت پۀ مخ باندې د غم اثار پکار دي * د تپوس کولو پۀ وخت چي د موقعې پۀ مناسبت سره د مخ اثار وي * که څوک د غم خبر راوړي نو هٰغه وخت پۀ مخ باندې د غم حالت پکار دے * که څۀ سنجيده خبره کيږي نو هٰغه وخت سنجيده کېدل پکار دي، مُسکي کېدل نۀ دي پکار۔ غرض دا چې د تهذيب او د مروت چې کوم حدونه دي، پۀ هغې باندې هر عقلمند پوهېدے شي۔ پۀ کوم ځائے کښې چې مُسکي کېدل نۀ جوړېږي نو هلته مۀ مُسکي کېږئ! د دې نه علاوه پۀ نورو موقعو باندې خو مونږ له مُسکي کېدل پکار دي۔
پۀ کور کښې مُسکے کېدل هم سُنَّت دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ځينې خلق خو بهر د دوستانو سره ډېر پۀ خندا خوشحالۍ، پۀ کړس کړس خاندي او خبرې کوي خو چې کور ته راورسېږي نو هغوئي بالکل غلي شي يعنې بالکل سنجيده شي، پۀ مخ باندې يـې هډو مُسکا نۀ وي۔ ځينې خلقو ته داسې ښکاري
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami