Share this link via
Personality Websites!
478522
9479
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د صحابئ رسول حضرت ابُو دَردَا رَضِىَ اللهُ عَـنْه عادت مبارک وو چې هره خبره به يـې پۀ مُسکا کوله۔ د هغوئي نه چې پۀ دې باره کښې پوښتنه اوکړے شوه نو وه يـې فرمائيل: ما د اخلاقو بهترينه نمونه، د الله پاک خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ليدلے دے چې هغوئي به د خبرو کولو پۀ وخت مُسکے کېدلو۔
جس کی تسکیں سے روتے ہوئے ہنس پڑیں
اُس تبسُّم کی عادت پہ لاکھوں سلام
وضاحت: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به چې پۀ خپل ظاهري ژوند مبارک کښې کوم غم زپلي ته پۀ مُسکا وکتل نو د هغه د زړۀ غوټۍ به ګُل شوې، اوس چې هم کله د کوم غم زپلي پۀ خوب کښې يا د کوم غلام قبر ته پۀ مُسکا تشريف راوړي نو د هغوئي د نا قلاره زړونو تسلي او سکون نصيب کيږي۔ د داسې سکون ورکوونکې مُسکا پۀ عادت باندې دې زمونږ د طرف نه پۀ لکونو سلامونه وي۔
پۀ يو روايت کښې دي: صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْه فرمائي:
مَا رَاَيْتُ اَحَدًا اَكْثَرَ تَبَسُّمًا مِنْ رَسُولِ اللَّهِ
ترجمه: ما د رسولِ اکرم، نُورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه زيات مُسکے کېدونکے څوک نۀ دے ليدلے۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې مُسکا سُنَّت ده۔ محبوبِ ذِيشان، مکي مَدَني
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami