Share this link via
Personality Websites!
478257
9468
فلسفي چرته پۀ يو ځائے باندې تېريدو، د قرآنِ کريم تِلاوت د هغه پۀ غوږو شو، يو کَس د سورۀ مُلک تِلاوت کولو، کله چې هغه د سورۀ مُلک اخري آيت تِلاوت کړو، پۀ کوم کښې چې الله پاک فرمائي:
قُلۡ اَرَءَیۡتُمۡ اِنۡ اَصۡبَحَ مَآؤُکُمۡ غَوۡرًا فَمَنۡ یَّاۡتِیۡکُمۡ بِمَآءٍ مَّعِیۡنٍ (٪۳۰)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايه: تاسو وګورئ خو! که سحر له ستاسو اوبۀ پۀ زمکه ننوځي نو هغه څوک دے چې هغه به تاسو له د سترګو پۀ وړاندې بهېدونکې اوبۀ راوړي؟
(پارہ 29، سورۀ الملک:30)
دا آيت مبارک يـې چې واورېدو نو هٰغه فلسفي د تکبر او غرور نه ووئيل: دا کومه ګرانه خبره ده، که چرې الله پاک اوبۀ پۀ زمکه کښې ننباسي نو مونږ به د سائنس پۀ ذريعه د مختلفو آلاتو پۀ ذريعه بيا راوباسو۔ هٰغه فلسفي دا خبره اوکړه او پۀ خپله لار باندې روان شو، د شپې چې کله دے اودۀ شو نو خوب يـې وليدو چې يو ډېر طاقتور کَس راغلو، هغه هٰغه فلسفي له پۀ مخ باندې يوه مضبوطه څپېړه ورکړه، د کومې سره چې د هغه دواړه سترګې راووتلې او ورسره چې يـې پۀ سترګو کښې د کوم نُور يو يو څاڅکے اوبۀ وې، هغه پۀ زمکه باندې پرېوتلې او وَچې شوې۔
پۀ خوب کښې راغلي هٰغه کَس ورته هم پۀ خوب کښې ووئيل: اے بد نصيبه! که چرې تۀ واقعي د کودالې، بېلچې او نورو سائنسي آلاتو پۀ ذريعه د الله پاک د مدد نه بغېر د زمکې نه اوبۀ راويستلے شې نو د خپلو سترګو نه وتلي دا دوه څاڅکي د زمکې نه راوباسه ؟
سحر چي کله فلسفي راپاڅېدو نو سترګې يـې شلېدلې وي، هيڅ ورته نۀ ښکارېدل، د
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami