Share this link via
Personality Websites!
478256
9468
باندې عمل کوونکي وو، د قرآن کريم سره يـې خپل تړون مضبوط کړے وو، هغوئي به د خپل ژوند هر يو کار د قرآن او د سُنَّت پۀ رڼا کښې کولو او پۀ دې باندې به پۀ اِستقامت سره قائم اوسېدل، نتيجةً الله پاک هغوئي ته عروج ورعطا کړو، پۀ زمانه کښې د هغوئي عزت هم وو، هغوئي ترقي هم حاصله کړې وه او پۀ هر مېدان کښې به کاميابي د هغوئي نصيب کېدله۔ که چرې مونږ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان او د خپلو بزرګانو د ژوند تېرولو طور طريقو ته وګورو نو رشک راځي چې دا څومره د اوچتې مرتبې والا خلق وو، دلته به قرآنِ کريم دوئي ته څۀ حُکم اوکړو، هلته به پرې هغوئي عمل شروع کړو، د قرآنِ کريم د حُکم مېلاؤېدو نه پس به يـې لږ شان د تاخير نه کار اخستل هم د هغوئي خوښ نۀ وو۔
د بُخاري شريف حديثِ پاک دے: حضرت اَبُو طَلحَه اَنصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډېر مالداره وو، د هغوئي پۀ خپل مال کښې بَېرُحَا نومې باغ ډېر خوښ وو، کله چې دا آيت مبارک نازل شو:
لَنۡ تَنَالُوا الۡبِرَّ حَتّٰی تُنۡفِقُوۡا مِمَّا تُحِبُّوۡنَ ۬ؕ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تاسو به هيڅکله نېکي وه نۀ مومئ تر څو پورې چې د الله پۀ لاره کښې خپل خوښ څيز خرچ نۀ کړئ۔
(پارہ 4، سورۀ آل عمران:92)
نو حضرت اَبُو طَلحَه اَنصاري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دربار رسالت ته حاضر شو او عرض يـې اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زما پۀ خپلو ټولو باغونو کښې بَېرُحَا د ټولو نه زيات خوښ دے،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami