Share this link via
Personality Websites!
478255
9468
وَ الۡفُرۡقَانَ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او پۀ حق او باطِل کښې فرق کول۔
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 53)
يعنې داسې ښکلے کتاب کوم چې پۀ حق او پۀ باطِل کښې فرق کوونکے وو۔ ([1]) پۀ حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام باندې دا کتاب ولې نازل کړے شو؟ وه وفرمائيلے شو:
لَعَلَّکُمۡ تَہۡتَدُوۡنَ (۵۳)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: چې تاسو هدايت ومومئ۔
(پارہ: 1، سورۀ بقره: 53)
يعنې اے بني اِسرائيلو! دا کتاب مو دې د پاره درکړو چې تاسو پۀ هدايت باندې اوسئ! چې تاسو ته د ژوند ژواک کولو طور طريقې معلومې شي او تاسو پۀ دې باندې پۀ عمل کولو پۀ دُنيا کښې عظيم او پۀ اخرت کښې کامياب شئ!
ځکه اے بني اِسرائيلو! زمونږه دا اِنعام ياد کړئ! دا زمونږ خوږ محبوب حضرت مُحَمَّدِ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف راوړے دے، د هغوئي کلمه ولولئ او د دې اِنعامونو شُکر ادا کړئ! ([2])
د هدايت معيار د الله پاک کتاب دے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د دې آيت مبارک نه معلومه شوه چې د هدايت معيار کِتَابُ الله دے۔ که چرې د هدايت موندلو ذريعه څۀ بله هم وے، مثلاً د عقل پۀ ذريعه هم هدايت
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami