Share this link via
Personality Websites!
478275
9468
د بيان پۀ اخره کښې راځئ چې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ سجدۀ سهو کښې هم پۀ اِمام پسې تلل واجِب دي۔
وضاحت: بعضې وخت اِمام صاحب پۀ نـمونځ کښې سجدۀ سهو کوي، پۀ داسې موقع باندې هٰغه مقتديان د کومو چې ځينې رکعتونه پاتې وي، مثلاً پۀ دوېم يا درېم رکعت کښې شامل شوي وي، هغوئي بعضې وخت پرېشانه کيږي چې اوس به څۀ کوم؟ پۀ مسئله باندې ځان پوهه کړئ چې پۀ اِمام پسې تلل واجِب دي۔ ([1]) د سجدۀ سهو پۀ معامله کښې هم واجِب دي، اګر که زمونږ نه څۀ هېر شوي نۀ وي، د اِمام صاحب نه هېر شوي وي، پۀ هغوئي باندې سجدۀ سهو لازم شوه نو پۀ ټولو مقتديانو باندې سجدۀ سهو واجِب شوه۔ بيا چې کوم مقتديان وروستو شامل شوي وي، هغوئي له دوه کارونه کول دي: (1): چې کله اِمام صاحب يو طرف ته سلام وګرځوي نو هغوئي به سلام نۀ ګرځوي (2): د اِمام صاحِب سره به سجدۀ سهو وکړې۔
اِمام صاحب سلام وګرځولو او مَسبُوق (يعنې چا ته چې څۀ رکعتونه پاتې وو هغه) د خپلو (باقي پاتو رکعتونو) پوره کولو د پاره ودرېدو، بيا اِمام سجدۀ سهو اوکړه نو د څو پورې چې هغه د دې رکعت سجده نۀ وي کړې واپس دې راشي او د اِمام سره دې سجده اوکړي، کله چې اِمام صاحب سلام وګرځوي، نو بيا دې خپل [باقي پاتې رکعتونه] اوکړي، که چرې
[1]... رد المحتار علی الدرالمختار، كتاب الصلاة، باب صفۃ الصلاۃ، مطلب اطالۃ الرکوع للجائی، جلد:2، صفحہ:244۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami