Share this link via
Personality Websites!
478274
9468
عِلم عطا کړے دے، د قرآنِ کريم پوهه چې چا ته عطا کړے شوې ده، هم د هغوئي نه پۀ پوښتنه کولو پۀ قرآنِ کريم باندې عمل کول دي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ ۔
د صِرَاطُ الـجنان ايپلي کېشن تعارف
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د جديد ټېکنالوجۍ پۀ ذريعه هم د عِلمِ دِين ښودلو او د نېکۍ د دعوت عام کولو موقعې راکوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کېشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې Sirat ul Jinan Quran & Tafsir (صِرَاطُ الـجنان قرآن اينډ تفسير) دے۔ پۀ دې ايپلي کېشن کښې * مکمل قرآنِ کريم * د اعلیٰ حضرت، اِمام اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلې ترجمۀ کنز الايمان * د دې وخت د تقاضو مطابق ډېره اسانه ترجمه، ترجمۀ کنز الايمان او * پۀ اسان انداز کښې ليکلے شوے د ټولو نه جديد (Latest) تفسير صِرَاطُ الـجنان شامل دے۔ * د دې ايپلي کېشن پۀ مدد سره قرآنِ کريم، سره د ترجمې او تفسير د لوستلو سره سره پۀ اسانۍ سره قرآني آيتونه، ترجمه او تفسير د وټس اېپ (Whats App)، فېس بُک (Facebook) او نور سوشل مېديا پۀ ذريعه د خپلو دوستانو سره شيئر کولے هم شئ۔ دا ايپلي کېشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، عِلمِ دِين زده کړئ او نورو ته د رسولو سره د نېکۍ د دعوت عام کولو ثواب هم حاصل کړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami