Share this link via
Personality Websites!
478271
9468
پوره کړې * توبه يـې کړه * د څومره خلقو مال چې يـې لوټ کړے وو، ټول يـې واپس کړو * عِلمِ دِين يـې زده کړو * پۀ عبادت او رياضت کښې مصروف شو، بيا الله پاک هغوئي ته داسې مقام عطا کړو چې حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو ځل پۀ منیٰ شريف کښې پۀ يو غر باندې موجود وو، هغوئي وفرمائيل: که يو وَلِيُّ الله دې غر ته حکم اوکړي چې اے غره! اوږد شه نو دا غر به سمدستي اوږد شي۔ بس دومره وئيل چې غر پۀ اوږدېدو شو، حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: اے غره! ودرېږه۔۔۔!! ما تا ته حکم نۀ دے کړے۔ د دې اورېدو سره غر ودرېدو۔ ([1])
چاہیں تو اشاروں سے اپنے کایا ہی پلٹ دیں دنیا کی
یہ شان ہے اُن کے غلاموں کی، سرکار کا عالم کیا ہو گا
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! تاسو وکتل چې پۀ شروع کښې حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه صرف پۀ يو آيت باندې عمل اوکړو، بيا يـې د قرآن او حديث پۀ تعليماتو باندې عمل شروع کړو نو الله پاک هغوئي ته څومره ځانګړې مرتبه عطا کړله۔۔۔!
وه مُعَزَّز تهے زمانے میں مسلمان ہو کر
[هٰغه وخت مسلمانان پۀ عزت او درناوي کښې وو]
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا حقيقت دے چې مسلمانانو چې کله هم د قرآنِ کريم نه مخ اړولے دے، د ذِلت او رسوايۍ نه بغېر يـې هيڅ لاس ته نۀ دي راغلي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان ، تابعين، د دِين بزرګان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم او د الله پاک نېکان بندګان پۀ قرآنِ کريم
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami