Share this link via
Personality Websites!
478270
9468
مجيد د برکت کتاب هم دے، دا د برکت د پاره ضرور لولئ، د دې سره سره قرآنِ مجيد د عمل کتاب هم دے، ځکه پۀ مونږ باندې لازم دي چې مونږ پۀ قرآنِ کريم باندې ځان پوهه کړو او پۀ دې باندې عمل هم اوکړو۔
د قرآنِ کريم پۀ يو آيت باندې د عمل برکت
حضرت فُضيل بن عياض رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډېر لوئي وليُّ الله دے، د توبې نه مخکښې هغوئي ډېر خطرناک ډاکو وو، خلق به د هغوئي د نوم نه وېرېدل، حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآنِ مجيد صرف پۀ يو آيت باندې عمل اوکړو، يوه ورځ حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يوې قافلې طرف ته روان شو، پۀ قافله کښې يو کَس د قرآنِ کريم تِلاوت کولو، هغه د 27 سيپارې، د سورۀ حديد آيت: 16 ولوستو:
اَلَمۡ یَاۡنِ لِلَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡۤا اَنۡ تَخۡشَعَ قُلُوۡبُہُمۡ لِذِکۡرِ اللّٰہِ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا د اِيمان والؤ د پاره لا هٰغه وخت نۀ دے راغلے چې د هغوئي زړونه د الله د ياد او د هٰغه حق د پاره ټيټ شي کوم چې نازل شوے دے۔
(پارہ27، سورۀ الحدید:16)
د دې آيت پۀ اورېدو د حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه داسې حال شو، لکه چا چې هغوئي پۀ غشي باندې پۀ زړۀ ويشتلے وي، هغوئي وفرمائيل: اِلٰہی! هٰغه وخت راغلے دے چې مونږ ستا پۀ لار روان شو، بيا حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ سلګو سلګو وژړل۔ ([1])
* حضرت فضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې يو آيت مبارک ته سر ټيټ کړو * د هغې تقاضې يـې
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami