Share this link via
Personality Websites!
478269
9468
پۀ هغې باندې د عمل کولو څومره کوشش کوو؟
افسوس چې اوس زمونږه حالت بالکل خرابيدو طرف ته روان دے * وړومبے خو د قرآنِ کريم تِلاوت کوي څوک؟ * قرآنِ کريم صرف د المَارۍ ښکلا وي * بيا چې څوک تِلاوت کوي، پۀ هغوئي کښې هم ډېر داسې خلق دي کوم چې صرف د برکت د پاره تِلاوت کوي * ځينې خوش قِسمته خلق سحر سحر دُکان کولاو کړي او تِلاوت کوي د پاره د دې چې پۀ کاروبار کښې يـې برکت وي * زنانه پۀ کورونو کښې سحر وختي تِلاوت کوي * کله چي څوک د څۀ سختې سره مخ شي * څۀ پرېشاني راشي نو خوش نصيبه، د دِيني ذِهن لرونکي د مدرسې طالبِ علمان راوغواړي او د قرآنِ پاک ختم اوکړي، يقيناً چې دا ښه خبره ده، پۀ دې کښې هيڅ شک نشته چې قرآنِ کريم سراسر برکت دے * د قرآنِ کريم پۀ کور کښې ايښودل هم برکت * قرآنِ کريم ته کتل هم برکت * قرآن کريم له لاس وروړل هم برکت * قرآنِ کريم لوستل هم برکت * پۀ قرآنِ کريم باندې ځان پوهه کول هم برکت دے * قرآنِ مجيد اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! سراسر برکت دے خو دا هم ياد ساتئ چې قرآنِ کريم صرف د برکت کتاب نۀ دے بلکې د عمل کتاب هم دے۔ د قرآنِ کريم اصلي برکت پۀ دې باندې پۀ عمل کولو کښې دے۔ مونږ چې لږ غور اوکړو چې يو کَس سحر وختي دُکان کولاو کړي، هلته د برکت د پاره د قرآنِ کريم تِلاوت کوي خو * د هغه کاروبار د سود دے * کله چې هغه سامان خرڅوي نو دروغ وائي * د دروغو قَسَمونه خوري، اوس ووايئ چې قرآنِ کريم خو فرمائي چې * پۀ دروغژنو د الله پاک لعنت دے * قرآنِ کريم خو د سُود خور سره د جنګ اِعلان کوي، بيا به داسې کَس ته د قرآنِ مجيد نه برکت څنګه مېلاؤېږي۔۔۔؟ ځکه اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! قرآنِ
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami