Share this link via
Personality Websites!
478264
9468
دغه شان مونږ هم د کتاب والا يو، مونږ ته الله پاک د قرآنِ کريم نِعمت راعطا کړے دے، لهذا چې مونږ هم تر څو پورې پۀ قرآنِ کريم باندې پۀ پوره توګه عمل نۀ وي کړے، زمونږه هم هيڅ حېثيت نشته، هيڅ مرتبه نشته۔
معلومه شوه چې که چرې مونږ پۀ دُنيا او پۀ اخرت کښې خپل څۀ حېثيت غواړو نو د هغې صرف هم يوه لاره ده، هغه دا چې مونږ پۀ قرآنِ کريم باندې پۀ پوره توګه عمل اوکړو، د دې قرآنِ کريم پۀ ذريعه الله پاک عزت او وقار عطا کوي، زمونږ چې کله هم ترقي نصيب شوې ده نو د دې قرآن پۀ ذريعه نصيب شوې ده او د قيامت پورې چې به کله هم مسلمانان ترقي کوي نو د دې قرآن پۀ ذريعه به يـې حاصلوي، د دې نه علاوه بله هيڅ لار نشته۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن که چرې مونږ لږ غور اوکړو نو دلته عام طور خلق پۀ خپل مينځ کښې خبرې او تبصرې کوي او وائي چې غېر مسلمو ترقي اوکړه، غېر مسلمه سپوږمۍ ته وختل، وغېره وغېره۔ که پۀ حقيقت کښې وکتلے شي نو پۀ اصل کښې ترقي کافرانو نۀ ده کړې بلکې وروستو مونږ پاتې شوي يو۔ پۀ دې خبره باندې پۀ يو مثال سره ځان پوهه کړئ چې يو کَس پۀ موټر کښې ناست وي او چلوي يـې او بل کَس پۀ موټر سائيکل باندې ناست وي نو يقيناً چې د موټر رفتار به زيات وي، ځکه به موټر مخکښې ځي خو که موټر والا موټر پۀ 40 سپيډ سره چلوي او موټر سائيکل والا پۀ 80 رفتار کښې روان وي نو يقيناً چې موټر سائيکل والا به مخکښې ووځي۔ بيا به مونږه څۀ وايو؟ چې موټر سائيکل کښې د موټر نه ډېر سپيډ دے؟ نا۔۔۔!! مونږ به وايو چې سپيډ خو د موټر تېز دے خو موټر والا د ځان سره پۀ موجودو سهولياتو اِستعمالولو کښې د ناراستۍ نه کار واخستو۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami