Share this link via
Personality Websites!
478263
9468
حاصلوله۔۔۔!! واخلئ۔۔۔!! تاسو ته د ټولو نه افضل کتاب قرآنِ مجيد عطا کړے شو۔ اوس پۀ دې باندې عمل اوکړئ! او د دُنيا او د اخرت کاميابي حاصله کړئ!
د قرآن نه عِلاوه د کاميابۍ بله هيڅ لاره نشته
پۀ 6 سيپاره، د سورۀ مائده پۀ آيت: 68 کښې الله پاک اِرشاد فرمائي:
قُلۡ یٰۤاَہۡلَ الۡکِتٰبِ لَسۡتُمۡ عَلٰی شَیۡءٍ حَتّٰی تُقِیۡمُوا التَّوۡرٰىۃَ
وَ الۡاِنۡجِیۡلَ وَ مَاۤ اُنۡزِلَ اِلَیۡکُمۡ مِّنۡ رَّبِّکُمۡ ؕ
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: تۀ وفرمايه اے اهلِ کتابو! تر څو پورې چې تاسو تورات او اِنجيل او څۀ چې ستاسو طرف ته ستاسو د رب له طرفه نازل کړے شوي دي هغه قائِم نۀ کړئ تاسو پۀ هيڅ څيز نۀ يـئ۔
(پارہ:6، سورة المائدة:68)
حضرت سفيان بِن عُيَينه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عِلمِ حديث ډېر لوئي عالِم دے، هغوئي فرمائي: د قرآنِ کريم دا آيت مبارک زما د پاره د ټولو آيتونو نه دروند دے۔ ([1])
مطلب دا چې هٰغه خلق کومو ته چې تورات شريف عطا کړے شوے وو، کومو ته چې اِنجيل عطا کړے شوے وو، پۀ دې آيت مبارک کښې هغوئي ته وفرمائيلے شول: اے اهلِ کتابو! د څو پورې چې تاسو د الله پاک نازل کړے شوے کتاب پۀ پوره توګه خپل نۀ کړئ، پۀ دې باندې پۀ پوره توګه پۀ عمل کولو زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه وه نۀ لولئ، د هٰغه وخته پورې ستاسو هيڅ حېثيت نشته۔
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami