Share this link via
Personality Websites!
477981
9455
رسۍ کومه ده؟ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: نـمونځ۔ وه يـې فرمائيل: نـمونځ ډېر ښه دے خو زما د سوال جواب دا نۀ دے۔ بيا يـې عرض اوکړو: زکوٰة ورکول۔ وه يـې فرمائيل: دا عمل هم ډېر ښه دے خو زما د سوال جواب دا نۀ دے۔ بيا يـې عرض اوکړو: د رمضان روژې۔ وه يـې فرمائيل: روژې هم ډېر ښه عبادت دے خو دا هم زما د سوال جواب نۀ دے۔ بيا يـې عرض اوکړو: حج، وه يـې فرمائيل: دا هم ډېر ښه عمل دے خو زما د سوال جواب دا نۀ دے۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: د الله پاک پۀ لار کښې جنګ۔ وه يـې فرمائيل: دا هم ډېر ښه عبادت دے خو زما د سوال جواب څۀ بل دے۔ بيا نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پخپله جواب ورکړو او وه يـې فرمائيل: بے شکه د اِيمان د ټولو نه مضبوطه رسۍ دا ده چې تاسو د الله پاک د رضا د پاره (د هغه د بندګانو مثلاً د اوليائے کرامو سره) محبت کوئ! ([1])
معلومه شوه چې * د الله پاک د محبوب بندګانو محبت * د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم محبت * د اهلِ بېتِ پاک عَليهمُ الرّضوَان محبت * د اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم محبت * د غوث او د خواجه، داتا او رضا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم محبت د اِيمان ډېره مضبوطه رسۍ ده، تر څو پورې چې دا رسۍ زمونږ پۀ لاس کښې وي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د اِيمان د حفاظت ذريعه به راسره وي۔
اميرِ اهلِسُنَّت، ابو بلال مولانا محمد اِلياس عطّار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د غوثِ پاک رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دربار کښې عرض کوي:
راستہ پُر خار، منزل دُور، بَنْ سُنسان ہے المدد! اے رہنما! یا غوثِ اعظم دست گیر!
اب سرہانے آؤ! مرشِد اور مجھے کلمہ پڑھاؤ دم لبوں پر آ گیا یاغوثِ اعظم دست گیر!([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami