Share this link via
Personality Websites!
477980
9455
ياد ساتئ چې لاره ډېره خطرناکه ده، پۀ دې لاره کښې شېطان هم دے، د کوم چې دا دعویٰ ده چې * زۀ به د مخې نه، شا نه، ښي، ګڅ اړخ نه حمله کووم * اِيمان به درنه پۀ زوره اخلم * اَعمال به هم بربادووم * پۀ دې لاره باندې د نفسِ اَمَّاره [يعنې پۀ ګناهونو باندې د راپاروونکي نفس] هم خطره ده او نورې هم ډېرې خطرې موجودې دي، ځکه الله پاک وفرمائيل:
وَ کُوۡنُوۡا مَعَ الصّٰدِقِیۡنَ (۱۱۹)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د رښتينو سره شئ۔
يعنې اے زما د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غلامانو! د رښتينو سره شئ! ستاسو اِيمان او ستاسو اَعمال به پۀ خېريت سره منزل ته ورسېږي۔ ([1])
دِل پہ کُندہ ہو ترا نام کہ وہ دُزدِ رجیم
اُلٹے ہی پاؤں پِھرے دیکھ کے طُغْرَا تیرا([2])
وضاحت: اے خوږه غوثِ پاکه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! اے کاش چې ستاسو نوم مبارک زما پۀ زړۀ باندې ليکلے شوے وي، د پاره د دې چې شېطان لعين کوم چې د رَبِّ کريم د دربار نه رټلے شوے راويستے شوے دے، ستاسو شاهي مُهر ويني او فوراً واپس لاړ شي، ستاسو پۀ برکت به د شېطان د شر نه محفوظ اوسم۔
صحابئ رسول حضرت بَراء بن عازِب رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږ پۀ دربار رسالت کښې ناست وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه اوکړه: اَیُّ عُرَی الْاِسْلَامِ اَوْثَقُ د اِسلام د ټولو نه مضبوطه
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami