Share this link via
Personality Websites!
477979
9455
فرمائي:
یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰہَ وَ کُوۡنُوۡا مَعَ الصّٰدِقِیۡنَ (۱۱۹)
[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! د الله نه وېرېږئ او د رښتينو سره شئ۔
(پارہ: 11، سورۀ توبه: 119)
دلته الله پاک دوه حُکمونه راکړي دي: (1): اے اِيمان والؤ! تقویٰ اِختيار کړئ! (2): بيا يـې وفرمائيل: د رښتينو سره شئ۔۔۔!!
دلته ذِهن ته يوه پوښتنه راځي چې کله اِيمان هم حاصل شو، تقویٰ هم حاصله شوه، بيا د دې نه پس د رښتينو سره د کېدلو حُکم ولې راکړے کېږي؟ بنده اِيمان والا هم دے، نېک پرهېزګاره، تقویٰ دار هم دے، بيا هم د رښتينو سره د کېدلو ضرورت ولې دے؟
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې ډېر ښکلے جواب ورکړے دے، زۀ تاسو د يو مثال پۀ ذريعه پوهه کووم، دلته پۀ عام توګه داسې کېږي، مونږ چي کله سفر کوو، شپه وي، پۀ خوشي شاړ سړک باندې د تېريدو پۀ وخت وِېره محسوسېږي، وِېره وي چې هسې نۀ څوک ډاکو را نۀ شي، پۀ لار کښې مو څوک لوټ نۀ کړي۔ پۀ داسې حالت کښې چې دلته کوم پۀ موټر سائيکل ناست خلق وي، هغوئي څۀ کوي؟ لږ ايسار شي او اِنتظار کوي چې څۀ ټرک، ټرېله وغېره غټ ګاډے راشي نو پۀ هغه پسې شا ته روان شم، د هغه تسلي وي، وِېره ورسره نۀ وي۔
مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: (يعنې دلته معامله هم دا ده) * اِيمان مو هم قبول کړو * نېک اعمال هم کوو * نـمونځونه هم کوو * روژې هم نيسو * زکوٰة هم ورکوو * حجونه مو هم کړي دي * تِلاوت هم کوو او * نور هم نېک اَعمال کوو خو
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami