Share this link via
Personality Websites!
477977
9455
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اورېدو نه مخكښې څۀ ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښېنم * ښه پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
يو بزرګ وو: شېخ طاهِر بندګي لاهوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه۔ د حُضُور مُجَدِّد اَلف ثَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دوه شهزادګانو به د هغوئي سره سبق وئيلو۔ يو ځل داسې وشول چې حُضُور مُجَدِّد اَلف ثَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د کشف پۀ حالت کښې (لوحِ محفوظ ته نظر اوکړو او) وه يـې ليدل چې شېخ طاهِر بندګي لاهوري شَقِي دے (يعنې د هغوئي خاتِمه به ښه نۀ وي)۔ مُجَدِّد اَلف ثَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا خبره خپلو ځامنو ته اوکړه۔ بيا چې کله دواړه ځامن د اُستاذ صاحب پۀ خِدمت کښې حاضر شول نو پۀ مخ باندې يـې د پرېشانۍ نخښې وې۔ اُستاذ صاحِب ترېنه پوښتنه اوکړه: بچو! څۀ خبره ده؟ شهزادګانو رښتيا خبره اوکړه چې بابا جان ته کشف وشو، هغوئي ووئيل چې ستاسو اَنجام به ښه نۀ وي۔
بيا دا شېخ طاهِر بندګي لاهوري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چي کوم وو، که څۀ تکبر کوونکے وے نو اُلټا به يـې فتوې لګول شروع کړي وو، مَعَاذَ الله! مُجَدِّد اَلف ثَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته به يـې ردې بدې وئيل شروع کړي وو خو دے د اوليائے کرام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم عاشق وو، د وليانو سره عقيدت لرونکے وو۔ ورته معلومه وه چې مُجَدِّد اَلف ثَاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رښتونے ولي دے، نو شهزادګانو ته يـې ووئيل چې خپل والِد صاحب ته ووايئ چې زما پۀ حق کښې دُعا اوکړي،
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami