Share this link via
Personality Websites!
478003
9455
وئيل * پۀ دې وجه نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خلقو د صادق او امين پۀ لقب سره پېژندلو * حضرت عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ لا اِيمان نۀ وو راوړے چې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ليدلو يـې ووئيل: وَجْھُہٗ لَیْسَ بِوَجْہِ کَذَّابٍ دا مبارک مخ د دروغو وئيلو والا مخ نۀ شي کېدے، بيا عبد الله بن سلام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اِسلام قبول کړو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دروغ وئيل ګناه ده، مونږ له د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ سُنَّت باندې پۀ عمل کولو سره همېشه رښتيا وئيل پکار دي۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته همېشه د رښتياؤ وئيلو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د مختلفو سنتو زده کولو د پاره د مکـتبة الـمدينه د بهارِ شريعت جلد: 3 نه حصه نمبر 16 او د شېخ طريقت، امير اهلسنت علامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُهُمُ الْعَالِیَه د 91 صفحو رساله 550 سنتیں اور آداب واخلئ او وه يـې لولئ! د سنتو زده کولو يوه بهترينه ذريعه د دعوتِ اسلامي پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره د سنتو ډک سفر کول هم دے۔
مجھ کو جذبہ دے سفر کرتا رہوں پروَردگار سنّتوں کی تربیت کے قافِلے میں بار بار
جو گناہوں کے مَرَض سے تنگ ہے بیزار ہے قافِلہ عطارؔ اُس کے واسِطے تیاّر ہے
الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِیْنْ بِجَاہِ خاتَمِ النَّبِیّٖن صلَّی اللہُ عَلَیْہ ِوَاٰلِہٖ وَسَلَّمَ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami