Share this link via
Personality Websites!
477999
9455
دِين نه لرې وځي * د دِيني کتابونو د لوستلو شوق د نشت برابر دے * مخکښينو خلقو به دِيني کتابونه ډېر خوښول * شپه او ورځ به يـې کتابونه لوستل * ځکه د هغوئي سره به ديني معلومات هم ډېر وو او * ژوند به يـې هم پاک وو۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د عاشقانِ رسول دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي کور کور ته د عِلمِ دِين رڼا رسوي * د دعوتِ اِسلامي د باني شېخِ طريقت امير اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه خاصيت دا دے چې هغوئي پخپله هم د عِلم دِين سره ډېر شوق لري او عاشقانِ رسول ته هم د دِيني کتابونو د لوستلو د شوق ترغيب ورکوي * هغوئي د هر خالي پۀ ورځ د يوې ديني رسالې د لوستلو فرمائي * مختصره شان رساله وي * پۀ يو څو منټو کښې لوستلے کېږي۔
تاسو يـې هم لولئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډېره فائده به مو کېږي * ديني معلومات به مو زياتيږي * د عِلمِ دِين د زده کولو ثواب به درته مېلاوېږي * د ديني کتاب د لوستلو سره دماغ هم ښه کېږي * نظر تېزيږي * حکمت نصيب کېږي * سوچ پاکېږي او * پۀ ژوند کښې ښکلا راځي * د جديد سائنسي تحقيقاتو مطابق د کتاب لوستلو سره د دماغي بيمارو نه حفاظت کېږي۔
هره هفته پۀ پابندۍ سره د هفته وارې رسالې د لوستلو نِيّت اوکړئ! راځئ چې د ترغيب د پاره يو مَدَني سپرلے واورو۔
د هندوستان د يو اِسلامي ورور څۀ داسې بيان دے چې زۀ د کفر پۀ تيارو کښې ورَک ووم، يوه ورځ راله چا د شېخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله احترامِ مسلم پۀ تحفه کښې راکړه۔ ما چې ولوستله
BOOK TOPIC
©Copyright 2026 by I.T. Department of Dawat-e-Islami